سیاسي

د زابل دوه خبریالان څنګه جاسوسان شول؟

لیکوال: وحيد افغان

د امریکایې اشغال له راتګ سره چې د پراخ بنسټۍ نغاره وډنګیده، له برکته یې د خبریالۍ بازار هم په ډراماتیکه توګه را ګرم سو، ولي چې اشغالګرو دې ته اړتیا لرله چې د خپل نظامي یرغل د استحکام لپاره پر فکري جګړه ډېر تمرکز وکړي، په همدې خاطر یې ډالر میدان ته کړل، د رسنیو بازار ته یې پراخه وده ورکړه، (په کابل کې د موجوده امریکایي سفیر په وینا امریکا پخپله کلنۍ بودیجه کې ۱۵۰ میلیونه ډالره فقط همدې رسنیو ته بیلي کړي وي) خلک یې په همدې ډالرو استخدام کړل، هغوی ته یې دنده ورکړه چې آزادي غوښتونکو مجاهدو ته ترهګر او جهاد ته یې تروریزم ووایی، په مجاهدینو پسي سپکي سپوري پیل کړي، د اشغال او اشغالګرو مدحې بیان کړي، د غربي تهذیب چې له فساد، رشوت، ګډا او فحشا څخه عبارت دی؛ وده ورکړي.
له همدې ځایه وه چې ګڼ شمېر بې سواده، نیم سواده او باسواده افغانان د ډالرو په اشتها د خبریالۍ په نوم د اشغالګرو د منحوسو ارادو ښکار او مستخدمین شول.
له دې ډلي نه د زابل نه هم یو شمېر نیم سواده ځوانان پکي راټاله شول، په دې کې دوه داسي ځوانان وو چې د یوه د کورنۍ فکري او تنظیمي تړاو له پخواني کمونیستي رژیم سره پاتي شوی، او د بل هغه بیک ګراؤنډ بیا نژدې له ملایي کورنۍ سره نښتی و، ده په زابل او پیښور کې د جومات او مدرسي څه ناڅه دیني درسونه هم لوستی وو.
خو لومړني خبریال د مطلق بې سوادۍ له ډګره لومړی د هوټل مزدورۍ او بیا خبریالي ته جمپ وهلی دی.

دا خبریالان څوک دي؟
لومړی یې میرویس افغان نومیږي دویم یې سمیع یوسفزی. میرویس افغان چې د زابل د شملزو ولسوالۍ د شاهوخیلو د کلی اوسیدونکی دی، پلار یې په ظاهرشاهي کې د قلات ښاروال تیر سوی، خو په کمونیستي رژیم کې یې بیا مشر ورور ښاروال و، ویل کیږی چې بیا ووژل شو. دوی په سیمه کې د خلقي انقلاب ښی لاس ګڼل کیده.
د مجاهدینو تر بریا وروسته، کمونیستانو ته د عمومي عفوي له فرمان نه په استفادې يادي کورنۍ پاکستان ته مخه ونیوه، په مسلم باغ نومي مهاجرکیمپ او بیا کوټه ښار کې میشت شول، میرویس هغه مهال کشر و په یو عام هوټل کې مزدور سو، او مشر ورور یې چې بابو نومیده، د غلا او قتل په تور د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شو، د عمري بند سزا ورکول شوه.
میرویس چې لغړزنی و؛ په هوټل کې د مزدورۍ ترڅنګ یې د (قدرت) په نامه د یو سیمیزاخبار له دفتروالاو سره هم شناخت موندلی و. په دې وجه یې څه ناڅه لیک لوست زده کړی و، د امریکایانو له راتګ سره کندهار ته راغی او دلته د بي بي سي سیمیز خبریال شو.
د ویس افغان په نوم یو لیکوال د میرویس په اړه لیکي:
(هغه مهال چې د امریکایانو پرضد د طالبانو د چریکي بریدونو ابتداء وه؛ هرڅه نوي ول، د بي بي سي لپاره هم ښایی بل خبریال پیدا کیدل ګران وو ځکه یې داسی نیم سواده ځوان غوره کړی و، خو په لنډ وخت کې میرویس ښه وځلید هره ورځ به یې یو راپور او مرکه درلوده.
خلکو به ښایی د ده خپله چالاکي او تکړه والی باله، مګر د پرمختګ اصلي رمز یې د کندهار هوایی میدان او د ملاصاحب د کور له میشتو بهرنیانو سره نژدې اړیکي وي.)
لیکوال ویس افغان زیاتوي چې:
(میرویس افغان به ښایی بي بي سي ته خبریالي دومره نه کوله ؛ لکه څومره چې یې هوایی ډکر ته د طالبانو په اړه مالومات جمع کول، طالبان چې ډېر پاک زړي، له چل او فریب څخه لیري او ژر خطا کیدونکي خلک دي؛ زیاترو قومندانانو یې له میرویس سره تلیفوني تماسونه لرل، خنداوي او ټوکي ټکالي یې ورسره درلودي. حتی چې ډېر ځله به یې مجلسونه ورسره کول او د راز خبري به یې ټولي تري ریکارډولي او بیا به یې په پوره امانتدارۍ سره د هوایی ډګر تر میلمنو پوري رسولي.)
خو په وروسته کې یې ورو ورو طالبانو ته حقیقت مالومیده چې بالآخره دی هم په ځان پوه سو چې طالبان مې له بد نیت او مشکوکو کړنو نور پوره آګاه شوي؛ ځکه یې له سیمي پښي سپکي کړي لومړی کابل او بیا یې لندن ته تیښته وکړه او هلته یې د خبریال ډاټ کام په نامه یوه داسي پاڼه خلاصه کړه چې د کابل د ملي امنیت برنامې پکي پرمخ یوسي.
چون، ملي امنیت اصلاً د کمونیستانو په ولکه کې دی او د میرویس افغان پلرنی فکري تړاو هم له کمونیزم سره دی؛ نو ځکه یې په ښه وفادارۍ د هغوی خدمت ته کار ویلی دی.
د خبریال ډاټ کام پاڼي پر سر که څه هم میرویس أفغان لیکلي چې دا د ژورنالیزم په دريو اصولو، حقايق، توازن اوبې پرېتوب ولاړه پاڼه ده، خو په حقیقت کې نه ناپيیلې ده، نه د ژورنالیزم د اصولو څرک پکي شته، نه حقایق وایی او نه کوم معیار لري، فقط له طالب سره دښمنۍ ته یې کار ویلی، بلکي د همدې طالب دښمنۍ له امله وخت ناوخت جهاد، اسلام، مدرسې، جومات او دین ټولو ته یو ډول سپکاوی کوي. د پښتني کلتور د ودي په نامه د هندي او انګریزي فلمونو فحش مواد خپرول، ګډا، نڅا او جنسي مسایلو ته د ځوانانو هڅول یې بله لویه مشغله ده. د ناپېیلتوب او کره والی به یې یوه وړه بېلګه دلته ذکر کړو:
د جون پر۳مه خبریال پاڼې ولیکل چې، په ننګرهار کې په یوه اونۍ کې ۴۰۰طالبان وژل شوي چې اکثریت یې پاکستانیان دي، او جنازې یې ټولي پاکستان ته انتقال شوي.
داسي خبر چې نه یې سر او نه یې پښې سته، بلکي سالم عقل د داسي څرګندو دروغو په لوستلو هم د شرم احساس کوي.
خو تر دې خبر دوې ورځي مخکي په هلمند کې د کابل رژیم په بمبار کې تر ۱۰۰ زیات ولسي خلک شهیدان او زخمیان شول، ټوله دنیا کې یې تصویرونه اوخبرونه خپاره شول، مګر د میرویس افغان ناپېیلی ضمیر او بې پرې خبریال ډاټ کام ورباندي خبر نشول.
بهر حال لکه مخکي چې وویل شول، میرویس یو کم سواده ځوان دی، چې له کمونیستي کورنۍ سره د تړاو په وجه له طالب او جهاد سره د سختې دښمنۍ له امله، مخکي د یو جاسوس او اوس د یو ناپوه پروپاګندچي دنده مخ ته وړي.

د میرویس افغان ځیني هغه کارونه چې برملا د جاسوسۍ شک ورباندي کیږي؛ په لاندي ډول دي:
د (ویس افغان) په نوم یو لیکوال په ۲۰۱۶ م کې د میرویس په اړه په خپلو یادښتونو کې وایی چې:
۱ – د شاولیکوټ پیاوړی طالب قومندان ملانقیب الله ایوب چې په تور نقیب مشهور دی؛ هغه مهال امریکایانو ته لوی سردرد وو له همدې امله نوموړی په سترو مطلوبینو کې وو، دی خپله اوس هم کیسه کوي چې د میرویس له برکته دوه ځله له داسی حالت سره مخ شوم، چې یوځل ژوندی ګیریدل او بل ځل مې مرګ تر سل پورته یو سل شل درجې یقیني شو. خو الله وساتلم، او دی وایی چې په عین دې حالت کې چې ترمحاصرې لاندي وم میرویس راسره ټلیفونی رابطه نه قطع کوله په داسی حال کې چې زه د تلیفون په نقصان هغه وخت نه پوهیدم.
۲ – دویم، یو مشهور طالب مشر را ته وویل، موږ هغه شواهد موندلي چې ښيي، د ژړۍ او ارغنداب ترمنځ یو شمېر طالب قومندانان او ملګري یې چې حاجي ملاباقي هم پکښې وو؛ د میرویس افغان له برکته په شهادت ورسیدل.
۳– لیکوال او شاعر همیم جلالزي ویلي چې کله په ۲۰۰۵ کال کې د طالبانو څو بندیان د پاکستان لخوا د کابل حکومت ته وسپارل شول په هغو کې یو هم د طالبانو پخوانی نظامي ویاند لطف الله حکیمي و چې په پاکستان کې نیول شوی و. جلالزی وایي موږ څو خبریالان چې له پخوا مو د طالبانو له ویاند سره ټيلفوني شناخت درلود؛ په زندان کې د نوموړي پوښتنې ته ورغلو، د طالبانو ویاند راته وویل چې زما جاسوسي میرویس افغان وکړه او د پاکستان استخباراتي شبکې ته یې په لاس ورکړم.
۴– تر دې وړاندې په میرویس افغان دا تور هم موجود و چې په زابل کې یې د طالبانو د لومړني قومندان ملا روزي خان جاسوسي کړې وه. ځکه هغه وخت میرویس افغان په کندهار کې د بي بي سي خبریال و او د ملاروزي خان آخند له ملګرو سره یې د رابطې لار جوړه کړې وه او کله به د زابل سور غر ته هم ورته.
دې ته ورته ګڼ شمېر نور ژوندي شواهد یې هم له نورو مجاهدینو سره شته چې په هغه وخت کې د نوموړي حقیقت ورته مالوم نه و، خو وروسته ورباندي پوه شوي وو.
میرویس افغان په کندهار کې د بي بي سي او رویټرز د خبریالۍ ترڅنګ، د سورغر په نوم یوه رنګین اخبار هم چاپاوه، چې په هغه وخت کې دومره لوړ مصرف د خبریال د وس کار نشوای کیدلای.
بهر حال په هغه اخبار کې او یا په عامو راپورونو کې میرویس افغان په طالبانو پسي د هیڅ بد ویلو کوشش نه کاوه، ځکه چې بیا ورسره طالبانو اړیکي قطع کولي، او ده خپله جاسوسي سر ته نشوای رسولای، له همدې ځایه وه چې ځیني وختونه به یې په سیمه کې د طالب قومندانانو مجالسو ته هم ځان رسولای شوای. خو کار یې د هوایی ډګر ته د طالبانو په اړه مالومات رسول وو.
مګر کله چې یې له افغانستانه لاس وختل، لندن ته ورسید، هلته یې خپلو استخباراتي ډونرانو ته دقیق مالومات نشوای موندلای چې د طالبانو په اړه راپورونه ورکړي؛ په همدې خاطر یې په خپل ویب سایټ خبریال ډاټ کام کې په طالبانو پسي د ملي امنیت په تمویل او لارښوونه خپل خباثت را برسیره کړ، او افواهي زهرجن دروغجن تبلیغات یې ورپسي پیل کړل. ولي چې د جاسوسي راپورونو لړۍ یې بنده سوه، اوس یې له همدې لاري له ډونرانو نه د ډالر شکولو کار پیل کړ.
نوموړي یوځل پخپل ویب سایټ خبریال ډاټ کام کې له طالبانو سره د خپلي عقده ایي دښمنۍ اظهار په دې توګه کړی، په مستعار نامه یې د کابل رژیم مشر اشرفغني ته داسي مشوره ورکړې وه:
((…تر څو چې په کابل کې نېکټايي پوش طالبان ناست وي او تر څو چې په پلچرخي زندان کې طالبان مزې کوي، نو د سولې خبرې، ټولې بې فايدې دي. که ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني په رښتيا هم د سولې راوستو لپاره رښتينې مبارزه کوي، نو لومړى دې د سولې دښمنانو ته خپل زور ورښکاره کړي، په کابل کې ناست نيکټايي پوش طالبان دې تورو خونو ته ورسوي او په پلچرخي کې ناست ترهګر دې راځوړند کړي، تر څو دوى ته معلومه شي، چې سوله نه وي، نو په جنګ کې څه کېږي…)) نژدې عیناً همدا لوبه سمیع یوسفزي هم وکړه.

سمیع یوسفزی:
سمیع چې اصل نوم یې بهایی جان، د زابل د دایچوپان د نسبتاً کوچیانۍ، غرنۍ ولسوالۍ اوسیدونکي دی، په قوم کاکړ دی، یوسفزی یې په وروستیو کې د یو هدف لپاره د نامه روستاړی ګرځولی. نوموړی د کمونیستي انقلاب پرمهال د پاکستان پيښور ښار ته تللې. هلته یې لومړی د جومات او مدرسي څه نا څه سبقونه لوستي، وروسته یې د جلوزو کمپ، مهاجر بازار کې یو وړوکی دکانګوټی را ایستلی. ویل کیږي چې ترڅنګ یې د جعلي اسنادو جوړولو کار هم د پیسو موندلو په بدل کې کاوه. او ورسره یې انګریزي کورسونه ویل.
د امریکایی اشغال له رامنځ ته کیدو سره نوموړي په دې نامه چې ګویا په قوم یوسفزی دی د مشهور خبریال رحیم الله یوسفزي سره د شناخت له طریقه له کوم انګریز سره مخ شوی، او بیا یې له نیوزویک امریکایي استخباراتي مجلې سره لاین سیټ کړی.
نیوزویک مشهوره امریکایي اونیزه مجله ده چې په افغانستان کې د مجاهدینو پر خلاف د تبلیغاتي او رواني جګړې ترڅنګ زیاتره تمرکز یې پر استخباراتي مالوماتو راټولولو وي.
له همدې ځایه ده چې د ژورنالیستیک معیار پراساس نه بلکي د خپل ټاکل شوي معیار له مخي کسان ځان ته غوره کوي، سمیع یوسفزی یې ښه بیلګه ده، چې تراوسه یې حتی پښتو املا هم سمه زده نه ده، انګریزي معیار خو هیسته خبره ده؛ خو بیا هم د دوی لپاره خبریالي او لیکوالي کوي.
دا ځکه چې نیوزویک له دې خلکو نه استخباراتي کار اخلي، دوې بیلګې یې ډېري واضحي دي: سمیع یوسفزی چې په پاکستان کې و په دوه زره څلورم او پنځم کلونو کې یې دوه ستر کارونه وکړل، لومړی د عزم په نامه د طالبانو په پلوۍ د یوې جهادي مجلې او د هغي د چلوونکو د ځای ځایګي په اړه یې نیوزویک او بیا له هغې لاري ایف بي آی ته مالومات ورسول، او په نتیجه کې یې د یادي مجلې چلوونکي له همغه طریقه ونیول شول چې سمیع یوسفزي ورته لاس رسی پیدا کړی و. په دې اړه به تفصیلي مالومات په بله مقاله کې خپاره شي. ان شاءالله.
دویم په ۲۰۰۵م کال کې د عبدالهادي عراقي په نامه د یو کردی عرب نیول هم د سمیع یوسفزي په هڅو ترسره شو؟ په دې اړه مستند تفصیلي مالومات د ضمیر ځدراڼ په نامه یو لیکوال پخپله یوه مقاله کې خپاره کړي، چې په انټرنیټ کي اوس هم پرته ده.
په دې قضیه کې سمیع یوسفزی هغه مهال ښه رابرسیره شو چې د عبدالهادي عراقي دوسیه محکمې ته ولاړه او د عراقي مدافع وکیل د سمیع یوسفزي د نیوزویک هغه راپور د عراقي د نیولو آساسي لامل وباله. او یاده دوسیه ترهمدا اوسه پر دې بنیاد په محکمه کې روانه ده چې په نیولو کې یې سمیع را لتاړ بلل شوی.
بهر حال سمیع یوسفزی، هغه مهال نور هم په پاکستان او افغانستان کې په جاسوسۍ حرکاتو ښکیل راڅرګند شو چې یوځل یې د پاکستان له پیښور څخه د پاکستان قبایلي سیمو او بیا له هغه ځایه دننه افغانستان په راتللو کې یې له ځان سره څو د سي آی اي مامورین د خبریالانو په نامه را روان کړې وو، او په لاره کې د پاکستاني ځواکونو لخوا ونیول شول، ترڅه موده بند وروسته بالاخره د امریکایی چارواکو په رسمي غوښتنه له بنده راخلاص او په اسلام آباد کې د امريکا سفارت ته ورسول شو.
له دې وروسته نوموړي په افغانستان او پاکستان دواړو کې د یو جاسوس په شکل وپيژندل شو، حتی په افغانستان کې دننه خو مجاهدینو ته د ډېرو جاسوسي کړنو له امله مطلوب وګرځید، هغوی یې په لټه کې شول، اړیکي خو تر ډېره حده ډېرو ورسره پریکړي، سمیع له دې وروسته لندن ته ولاړ، له هغه ځایه یې بیا چونکه د میرویس افغان غوندي مطلوبه جاسوسي بهرنیانو ته نشوای کولای، نو بیا یې په سوشل میډیا ټویټر او فیسبوک او ځینو نورو غربي رسنیو کې د خبرونو او راپورونو په نامه په طالبانو پسي پروپاګند/ دروغ ویل پیل کړل.
د بیلګې په توګه یې د څو میاشتو مخکي یو وړوکی راپور ګورو چې په ډېري معتبري رسنۍ کې یې په دروغو لیکلی وو او بیا سمدستي رسوا شو.
( د تېر۲۰۲۰ کال اکتوبر پر۱۱مه نیټهCBS تلویزون د سمیع یوسفزي یو راپور خپور کړ، چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله یې ویلي وو؛ طالبان د ټرمپ د بریا لپاره دوعاوې کوي. اصلاً دا خبره مجاهد هیڅ نه وه کړې، خو سمیع ورپسې لیکلې او نشر کړې وه.
کله چې مجاهد هغه خبره په نورو رسنیو کې رد کړه؛ د CBS مشر سمدستي په خپل ټویټ کې معذرتاً وویل، چې په دې خبر کې رښتیا غلطي سوې، مجاهد نه دي ویلي. وروسته بیا خپله سمیع یوسفزي هم ذبیح الله مجاهد صاحب ته ایمیلونه کول چې زما څخه غلطي وسوه بیا داسي نه کوم.)
تازه یې څو ورځي مخکي په ډیلي بیسټ امریکايی مجله کې لیکلي چې د بهرنیانو له وتلو سره سم طالبانو او القاعده یوځل بیا خپل نظامي صفوف سره یوځای کړي، ترڅو نړۍ ته د القاعده نړیواله برنامه وغځوي. The Taliban Is Ready to Be Al Qaeda’s ‘Darling’ Again نوموړي لیکلي چې دا خبره د اسنادو له مخي کوي، خو اسناد یې دا وو چې وای د کندهار د قول اردو قومندان سمیع سادات راته ویلي او ځینو نورو عسکرو هم راته ویلي دي. او یو بل طالب قومندان چې وای نوم یې نه ذکر کوم. راته ویلي. چې طالبان او القاعده اوس سره یوځای شوي دي.
په همدې شکل بې سنده خبرو یې د پروپاګند یوه اوږده سټوري د یو بل انګریز په مرسته لیکلې، نشر کړې یې ده.
له ورایه څرګندیږي چې د دې دواړو خبریالانو پخواني د جاسوسۍ معلومات ډېر کمزوري شوي، ځکه چې په طالبانو کې اوس د پام وړ هیڅوک هم د رابطې نلري، ټول یې د جاسوسانو په نامه پیژني، نو اوس مجبور دي چې فقط د طالبانو پرضد د یو عقده يي، پروپاګندچي دنده مخ ته یوسي. ترڅو همدا طالب دښمني وپالي او هم متاع قلیل ترلاسه کړي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close