ټولنیزې

المان کې د وفادارو ښځو کلا

لیکوال: غلام عمر عبدالله

د المان په وینسبرګ ښار کې د وفادارو ښځو په نامه یوه کلا شتون لري، چې ډېر عجیب داستان لري او د هغه ځای اوسېدونکي یې په ډېر ویاړ یادونه کوي.
کله چې په ۱۱۴۰ مېلادي کال کې د جرمني پاچا درېیم کنراد وینسبرګ ښار محاصره کړ، نو د ښار خلکو یادې کلا ته پناه یوړه.
پاچا حکم وکړ، چې د کلا اوسېدونکو ته زما پیغام ور ولېږئ او ورته ووایاست، چې زه حاضر یم، چې ټولو ښځو او ماشومانو ته له کلا څخه د وتلو اجازه ورکړم او هره ښځه چې څومره توان لري؛ کولای شي خپل قیمتي شیان له ځان سره واخلي.
کله چې ښځي له کلا څخه راوتلې، پاچا ولیدل چې هرې ښځې یو سړی په ټکرانو کې پېچلی او په شا کړی یې دی. مېرمنو خپل خاوندان او ځینو پېغلو خپل پلرونه او نېکونه په شا کړي وو. پاچا ته د دې حالت په لېدلو سره خندا ورغله، خو خپله ژمنه ور په یاد شوه؛ نو ځکه یې ټول خوشې کړل.
دا چې په داسې سخت او خطرناکه حالت کې ښځو ته خپل سړي تر هر ډول مادي او دنیوي شیانو محبوب او قدرمن وو؛ نو ځکه له هغه وخت راهیسې یاده کلا د وفادارو ښځو په نامه پېژندل شوې ده.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close