افغانستان

هند په لومړي ځل له طالبانو سره اړیکې نیولي

خوځښت (چهارشنبه، د جوزا ۱۹مه، ۱۴۰۰): راپورونه وایي د هند امنیتي چارواکو په دوحه کې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره پرلپسې تماسونه ساتلي.
هندوستان ټایمز په دې اړه په خپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې دا لومړی ځل دی، چې هندي چارواکو له طالبانو سره د مخامخ تماس هڅې پیل کړي.
د یادې سرچینې په وینا د هند او طالبانو د اړیکو یوازې څو میاشتې کېږي او دواړه لوري هڅه کوي، چې اړیکې پراخې او غښتلې کړي.
که څه هم د هند او طالبانو د اړیکو په اړه نور معلومات ندي خپاره شوي، خو ویل کېږي هند هڅه کوي د دوی په اړه د طالبانو په فکر کې بدلون راولي.
هند په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو ضد هېواد دی، چې د افغان حکومت پراخ نظامي او مالي ملاتړ کوي او ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې یې د افغان حکومت په ملاتړ پر طالبانو هوایي بریدونه هم پیل کړي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close