افغانستان

طالبانو په قیصار ولسوالۍ کې د ۱۴۸ نیول شویو امنیتي کسانو ویډیو خپره کړه/ ویډیو

خوځښت (چهارشنبه، د جوزا ۱۹مه، ۱۴۰۰): وسله والو طالبانو د فاریاب ولایت د قیصار د ولسوالۍ د نیولو پر مهال د نیول شویو ۱۴۸ امنیتي کسانو ویډیو خپره کړه کړې. طالب ویاند قاري یوسف احمدي د یادې ویډیو له خپراوي سره پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د یادې ولسوالۍ د نیولو پر مهال د دوی جنګیالیو امنیه قومندان سیف الرحمان دهزاد او ۲۴ تنه نور وژلي او د قومندان بسم الله په ګډون یې ۱۴۸ تنه ژوندي نیولي.
نوموړي ادعا کړې، چې ددې برید پر مهال یې ۹۸ میله سپکه او درنه وسله او ۱۴ ټانکونه او موټر هم نیولي.
د طالبانو له لوري په دغه خپره شوې ویډیو کې نیول شوي سرتېري لیدل کېږي، چې د غوږونو په نیولو توبه وباسي او وایي له ازادۍ وروسته به خپله غریبي کوي.
طالبانو څو ورځې وړاندې یاده ولسوالۍ نیولې وه، چې حکومتي سرچینو یې هم تایید کړی و. طالبانو تېره ورځ په دې ولایت کې د دولت اباد د ولسوالۍ د سقوط پر مهال هم ۲۰ تنه سرتېري نیولي وو.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close