افغانستان

طالبانو په ارزګان کې د چنارتو ولسوالۍ سقوط او ۱۰۰ تنه ژوندي نیولي

خوځښت (چهارشنبه، د جوزا ۱۹مه، ۱۴۰۰): د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلي خبر کې ویلي، چې نن ماسپښین دارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ د دوی جنګیالیو نیولې.
نوموړي ویلي، چې د یادې ولسوالۍ له مرکز، امنيه قومندانۍ، د ملي امنیت له مدیریت او له ټولو ملحقاتو امنیتي او اداري پرسونل تښتېدلی او ولسوالۍ په بشپړه توګه د دوی د جنګیالیو لاس ته لوېدلې.
‏قاري یوسف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې ولسوال معلم فیض محمد، امنيه قومندان اختر محمد او د استخباراتو مدیر شفیع الله له ۱۰۰تنو پولیسو، عسکرو او قومندانانو سره دوی ته تسلیم شوي. له سیمې یو شمېر کسانو خوځښت ټکی کام ته د یادې ولسوالۍ د سقوط خبر تایید کړی. د دوی پر وینا یاده ولسوالۍ له څه مودې د طالب جنګیالیو تر کلابندۍ لاندې وه.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close