افغانستانخبرونه

خوشال سعادت د ملي امنیت ریاست له اوپراتیفي معاونیته استعفاء وکړه.

خوځښت (چهارشنبه، د جوزا ۱۹مه، ۱۴۰۰) جنرال خوشال سادات چې تازه د ملي امنیت د نظامي مرستیال په توګه ټاکل شوی وو، د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له لارې یې د ډیرو جزییاتو ورکولو پرته ویلي چې د خپلې دندې څخه یې استعفا کړې ده.
ويل کېږي تر دې وړاندې هم ځينو لوړ رتبه حکومتي چارواکو په حکومت کې د فساد او درغلۍ له امله اولسمشر اشرف غني ته خپلې استعفا ګانې وړاندې کړې، خو هغه ورسره نه دي منلي.
د نوموړي جنرال استعفا داسې مهال ده، چې د هېواد په مختلفو سيمو کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سختو جګړو زور اخيستی او يو شمېر ولسوالۍ يې د خپل حاکميت لاندې راوستي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close