افغانستانخبرونه

د خوشحال سعادت پر ځای اباسين بريال د ملي امنيت د اوپراتيفي مرستيال په توګه وټاکل شو

خوځښت (چهارشنبه، د جوزا ۱۹مه، ۱۴۰۰) جنرال خوشال سادات چې تازه د ملي امنیت د نظامي مرستیال په توګه ټاکل شوی وو، د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له لارې یې د ډیرو جزییاتو ورکولو پرته ویلي وه چې د خپلې دندې څخه یې استعفا کړې ده.
تازه ‏د ولسمشر غني د فرمان په اساس اباسین بریال د جنرال خوشال سادات پر ځای د ملي امنیت د اوپراتیفي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی، اباسین بریال تر دې مخکې د ملي امنیت شورا د سلاکار دفتر او ملي امنیت ریاست کې په ځینو نورو کلیدي او ستراتیژیکو ماموریتونو بوخت وو چې،اوس تازه پر دغه دنده ګومارل شوی دی

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close