شعر

زه په ژړا ملګرو پرېښودمه

امان الله نصرت

زه بې وفا ملګرو پرېښودمه
ددې دنيا ملګرو پرېښودمه

ماته به هرچا جي او جان ويلو
چې شوم ګدا ملګرو پرېښودمه

ما په بيا بيا هرچاته زړه ورکړلو
زه مې بيا بيا ملګرو پرېښودمه

داسې يقين داسې باور مې نه و
ښه په رښتيا ملګرو پرېښودمه

ډېرو لستوڼو کې ماران ساتلي
څه بېنوا ملګرو پرېښودمه

د بېوسۍ مې درته څه ووايم
زه په ژړا ملګرو پرېښودمه

د ژوند ميرو کې ستړی ستړی ګرځم
بس يکتنها, ملګرو پرېښودمه

چې ما ېې سيوري ته دمې کولې
هغې اشنا , ملګرو پرېښودمه

نصرته ټول د خپل مطلب ياران وو
ډېر نيمه خوا, ملګرو پرېښودمه

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close