نړۍ

عراق کې دوه هوایي اډې په توغندیو ویشتل شوي

خوځښت (پنجشنبه، د جوزا ۲۰مه، ۱۴۰۰): راپورونه وایي د عراق په پلازمېنه بغداد کې په نړیوال هوایي ډګر کې د ویکتوریا په نوم د بهرنیو ځواکونو پر نظامي اډه توغندي توغول شوي. تر اوسه په دې برید کې د تلفاتو او زیان کچه له رسنیو سره نده شریکه شوې.
په دغه نظامي اډه کې د نړیوال ایتلاف او امریکایي ځواکونو تر څنګ عراقي ځواکونه هم مېشت دي.
د یو بل خبر له مخې د عراق په صلاح الدین ښار کې د بلد هوایي اډه هم پر توغندیو ویشتل شوې. د العربیې د تلویزیون د خبر پر اساس دغه هوایي اډه پرون شپه په درې توغندیو ویشتل شوې، خو د تلفاتو کچه یې نده معلومه.
تر اوسه ددې دواړو بریدونو پړه کوم چا په غاړه نده اخیستې، خو عراقي چارواکي یې د ایران پلوه شیعه وسله والو ډلو کار بولي.
تېره میاشت هم د عراق په بېلا بېلو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو پر پوځي اډو توغندویي بریدونه شوي وو، چې واشنګټن یې پړه پر ایران پلوه وسله والو ډلو اچولې وه.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close