افغانستانخبرونه

امريکا غواړي يو وار بيا د افغان پوځ په ملاتړ پر طالبانو هوايي بريدونه وکړي

خوځښت (پنجشنبه، د جوزا ۲۰مه، ۱۴۰۰): په دا ورستيو کې طالبانو تر بل هر وخت خپلو بريدونو کې د پام وړ زياتوالی والی راوستی، يو شمېر ولسوالۍ يې سقوط کړي او جګړه يې د ولايتونو تر مرکزونو رسولې.
امريکا وايي د جګړې د شدت له امله په افغانستان کې د دوی ميشته وګړو ته خطر پېښېدی شي او دوی غواړي د دغې موضوع په اساس پر طالبانو خپل هوايي بريدونه له سره وارزوي.
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو له خولې ويلي، پنټګان یا دفاع وزارت د داسې اجازې ترلاسه کول ارزوي که د طالبانو له خوا د کابل یا د افغانستان د نورو مهمو ښارونو د نیولو وېره وي، نو ځواب کې یې دوی د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي.
امریکايي سرچینو ویلي دغه بریدونه به هغه مهال کېږي چې امریکايي وګړو او یا هم د امریکا سفارت ته خطرونه جوړ شي، نو ځواب کې به یې د امریکا جنګي یا بې پیلوټه الوتکې لاس په کار شي.
دا چارواکي له نوم پرته زیاتوي، لا هم په دې هکله کومه پرېکړه نه ده شوې.
د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون د لوړ پوړ چارواکو څرګندونې داسې مهال دي ، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي وو چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د هوایي بریدونو حق نه لري او د هر ډول برید د ترسره کولو لپاره د ولسمشر بايډن اجازه اړینه ده.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close