افغانستانخبرونه

کابل کې هټۍ والو د باج اخيستنې له امله خپل دوکانونه د پلورونکو پر مخ تړلي

خوځښت (پنجشنبه، د جوزا ۲۰مه، ۱۴۰۰): په پلازمېنه کابل کې د چسپکي ماين چاودنو او هدفي وژنو ترڅنګ د غلا، اختطاف او باج اخيستنې پېښې هم ورځ تر بلې پر زياتېدو دي، چې له امله يې د کابل اوسېدونکي ښار پرېښودو ته اړ شوي.
راپورونه وايي تازه د کابل ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د قوای مرکز ساحې هټۍ والو، له تېرو څو ورځو راهیسې دوکانونه او مارکېټونه له دې امله تړلي چې د حسیب قوای مرکز په نوم یو زور واکی ترې د هر دوکان پر سر د ۳۰زره ډالرو غوښتنه کوي او باج ترې اخلي.
هټۍ والو ځينې حکومتي کړۍ په ورته کړنو کې پر لاس لرلو تورنوي او وايي د کابل امنيتي اداره يې دې د مخ نيوي لپاره مثبت ګامونه اوچت کړي.
بلخوا د کابل پولیس وایي چې دوی د سیمې له دوکاندارانو سره په اړیکه کې دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې باج اخیستنه وکړي.
د کابل ښار د هټۍ والو د دوکانونو اعتراضیه بنديز داسې مهال دی، چې تر دې وړاندې په وار وار غلو او نورو زور واکو له هټۍ والو پيسې اخيستې او د نه ورکړې په صورت يې ورته د مرګ ګواښونه کړي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close