افغانستان

د افغان ګاز دولتي تصدۍ عمومي رییس انجینر عبدالقیوم د اختلاس په تور نیول شوی

خوځښت (پنجشنبه، د جوزا ۲۰مه، ۱۴۰۰): کورنیو چارو وزارت وایي د افغان ګاز دولتي تصدۍ عمومي رییس انجینر عبدالقیوم یې د ۲۲۳ میلیونه اختلاس په تور نیولی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي انجینر عبدالقیوم د سترو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ریاست له لوري نیول شوی. طارق ارین په دې اړه نور معلومات ندي ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري یاد رییس داسې مهال نیول کېږي، چې نړیوالو بنسټونو په دې وروستیو کې په حکومت کې د اختلاس د ډېروالي په اړه اندیښنې ښودلي.
له دې وړاندې هم ګڼ چارواکي د اختلاس په تور نیول شوي، خو ویل کېږي د چارواکو له لوري د واسطو پر بنسټ بېرته ازاد شوي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close