سیاسي

پرته له شديدو جګړو د ولسواليو مسلسل سقوط ارګ ته څه پيغام لري؟

استاد لطیف الله قمري

په تېره يوه مياشت کې شاوخوا ۲۷ ولسوالۍ د ډېرو عادي جګړو پر مټ سقوط شوې، ډېری وخت خو نظاميان سره له وسلو مخالفينو ته تسلمېږي، د دې تر شاه د ارګ محدودو افراد فساد او د ولس او نظام ترمنځ بې باوري ده.
ارګ په مسلسل ډول خپلو ناکامو سياستونو ته دوام ورکوي، له تېر هيڅ عبرت نه اخلي، اوس هم په ټولو نظامي، استخباراتي او ملکي برخو کې د وړ اشخاصو پر ځای د غېر متخصصو چاپلوسانو مقرريانو؛ نظاميان پر خپلو مشرانو بې باوره کړي.
ارګ بايد پوه شي، چې که ولس ته مراجع ونکړي او خپل ناکام سياستونو ته د جمهوريت او نظام څخه د دفاع تر دروغجن شعار لاندې دوام ور کړي، نو ډېر ژر به د هېواد امنيت په جدي ډول تر سخت ګواښ لاندې راشي او نړيوال به يې هيڅ راز ملاتړ ونشي کړلی.
ارګ بايد پوه شي، چې ولس ته مراجعه، د اصلي هېوادپالو متخصصينو ګمارنه او سولې ته عملي ژمنتيا کولی شي د دوی د محاکمې پر وړاندې خنډ شي.
نور نو هېوادوال او په ځانګړي ډول نظاميان د دوی ټامهوريت څخه مايوسه شوي، نه غواړی د څو کسيز جمهوريت لپاره قرباني ورکړي، افغان نظاميان د جګړې قوت، مهارت او زړورتيا لري، خو د ارګ غلطو سياستونو يې انګېزه له صفر سره ضرب کړې.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close