افغانستان

طالبانو په دایکندي کې د پاتو ولسوالي هم سقوط کړه

خوځښت (پنجشنبه، د جوزا ۲۰مه، ۱۴۰۰): وسله والو طالبانو نن غرمه د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي هم سقوط کړه.
له سیمې یوې امنیتي سرچینې خوځښت ټکی کام ته وویل، چې وسله والو طالبانو پرون ددې ولسوالۍ د ودانۍ نېږدې کلیو ته خپل جنګیالي داخل کړي وو، خو د ولسوالۍ امنیتي او اداري پرسونل له طالب جنګیالیو سره له ټکر پرته نن سهار د ولسوالۍ په تخلیه کولو پیل وکړ او غرمه مهال د ولسوالۍ ټول پرسونل د ولسوالۍ ودانۍ او اړوندې ادارې ترک کړې.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم رسنیو ته د یادې ولسوالۍ د سقوط خبره کړې. نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د پاتو ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او ټول ملحقات د دوی د جنګیالیو لاس ته لوېدلي. احمدي ویلي، چې د ولسوالۍ یو شمېر عمله تښتېدلې، خو پاتې یې دوی ته تسلیم شوي.
له سیمې تېره ورځ نسیم راډیو خبر ورکړی و، چې طالبانو د ولسوالۍ له درې اړخیزې کلابندۍ وروسته د تمزان سیمې اوسېدونکو ته ویلي وو، چې کورونه پرېږدې. په دایکندی کې د محمد عالم په نوم د طالبانو یو سرګروپ خوځښت ته ومنله، چې د ولسوالۍ شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته یې د کورونو د تخلیه کولو ویلي وو. نوموړی ددې کار لامل د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وښود.
څو ورځې وړاندې په دې ولایت کې د ګیزاب ولسوالي هم سقوط شوې وه. د پاتو د ولسوالۍ له سقوط سره دا د نن ورځې دویمه ولسوالي ده، چې سقوط شوه. طالـ ـبانو نن ماسپښین د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ او ملحقات هم نیولي وو.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close