افغانستان

طالبان: شیعه ګان زمونږ ورونه دي

خوځښت (پنجشنبه، د جوزا ۲۰مه، ۱۴۰۰): طالبانو تازه یو ځل بیا ویلي، چې شیعه ګان زمونږ ورونه دي او مونږ د شیعه ګانو پر وړاندې د دښمنۍ کوم فکر نه لرو.
دغه خبرې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له تسنیم خبري اژانس سره په تازه مرکه کې کړي او ویلي یې دي، چې مونږ د افغانستان ټول اوسېدونکي د خپل وجود برخه ګڼو او په تېر کې مو هم له شیعه ګانو سره د ورورۍ ژوند کړی.
نوموړي ویلي، چې “مونږ له شیعه ګانو سره متفاوت نظریات نه لرو، له یو او بل سره د ورونو په څېر ژوند کوو او د افغانستان هر اوسېدونکی حق لري، چې له خپلو حقوقو برخمن وي”.
مجاهد ویلي، چې کوم څوک دې د شیعه ګانو په اړه اندیښنه نلري، اوس هم په مرکزي ولایتونو کې مونږ له شیعه ګانو سره ناستې او شوراګانې لرو، ښې اړیکې لرو او له دې وروسته به هم ښې اړیکې پالو.
طالبانو له دې وړاندې هم د شیعه ګانو په اړه ورته څرګندونې کړې وې او په روان کال کې یې د شیعه ګانو د ځینو ډلو بیعت هم قبول کړ.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close