افغانستان

تر راتلونکي نومبر پورې امریکا ۴۱۰۰ نور پوځیان هم له افغانستانه وباسي

خوځښت (پنځشنبه د سنبلې ۲۲۰مه، ۱۳۹۹): ‏د امريکا په دفاع وزارت کې د عمومي قوماندانۍ مشر جنرال کينيټ مکينزي وایي، چې امريکا به تر را روان نوامبر پورې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر تر څلورنيم زره پورې را کم کړي.
په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ ( سینټکام) مشر جنرال فرینک میکنزي چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه یې هم تر امر لاندې دي، له افغانستان او عراق څخه د خپلو زرګونو پوځیانو د ایستلو اعلان وکړ.
جنرال فرېنک مېکنزي له عراق څخه د خپلو عسکرو ایستلو تر اعلان وروسته امریکایي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د نومبر په لومړیو کې به له افغانستانه ٤١٠٠ پوځیان اوباسي او د خپلو پاتې ٨٦٠٠ پوځیانو شمېر به ٤٥٠٠ ته را کم کړي.
د روان کال د فرورۍ په مياشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تر هوکړې وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر په تېرو څو میاشتو کې له ١٢٠٠٠ دولس زره څخه ٨٦٠٠ ته راکم کړل شو او اوس به څلور زره نور هم کم کړل شي، دغه رنګه په تدریجي ډول به د یاد تړون له مخې ټول امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close