افغانستان

ملي شورا وايي نن ۱۵۰ طالب بندیان ازادوو.

خوځښت (جمعه، د زمري ۱۰مه ۱۳۹۹ل): د ملي امنیت د شورا ویاند “جاوید فیصل” خبر ورکړی، چې حکومت نن ۱۵۰ طالب بندیان ازادوي. د ملي امنیت د د شورا ویاند نن پر خپل ټویټر د ۱۵۰ طالب بندیانو د ازادۍ خبر داسې مهال ورکړی، چې نن سهار ولسمشر اشرف غني په اختریزه وینا کې ویلي وو، چې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادۍ په اړه مشورتي لویه جرګه را غواړي، خو ۵۰۰ نور چې د طالبانو په ورکړي لېست کې نشته؛ هغوی ازادوي.
د ملي امنیت شورا ویاند “جاوید فیصل” پر خپل ټويټر لیکلي: “د افغانستان اسلامي جمهوریت نن ورځ ۱۵۰ تنه طالب زندانیان د پروان او یو شمېر نورو ولایتونو له زندانونو څخه ازادوي، چې په دې سره به د خلاصو شویو زندانیانو شمېر ۴۷۵۰ ته ورسېږي او دا لړۍ به د ۵۱۰۰ بندیانو تر خلاصون پورې روانه وي”.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close