افغانستان

سلیمان لایق د طالبانو په برید کې د ور اوښتو ټپونو له امله د اختر په ورځ ومړ.

خوځښت ( شنبه د زمري ۱۱مه ۱۳۹۹): د کمونستانو د وخت د قبایلي چارو وزیر سلیمان لایق «غلام مجدد» نن د زمري په ۱۰مه د اختر په ورځ  په جرمني کې د شاوخوا ۸۱ کلونو په عمر ومړ.

د سلیمان لایق زوی غرزي لایق پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې پلار یې نن د جمعې په ورځ د زمري په لسمه مړ شو. نوموړي د خپل پلار د مړینې لامل هغه ټپونه ښودلي، چې تېر کال په وږي میاشت کې د کابل په شش درک کې د طالبانو په یو برید کې ور اوښتي وو.

سلیمان لایق په ۱۳۰۹ لمریز کې په پکتیکا کې زېږېدلی و او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې ترسره کړې وې. سلیمان لایق د «مجددي» له روحاني کورنۍ و، چې د۱۳۳۰ لمریزو کلونو په لسیزه کې د ځینو فکري ټکرونو له امله د کابل پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي شړل شوی و او له همدې امله یې له خپلې کورنۍ سره د ژوند تګلوری اوښتی و.

سلیمان لایق د خلق دیموکراتیک ګوند د سر له سړیو شمېرل کېدو او د ګوند د مرکزي شورا د لومړي مرستیال، د خلق د دیموکراتیک ګوند د سیاسي دفتر د غړي، د قبایلو د وزیر، د راډیو تلویزیون د وزیر او د علومو اکاډمۍ د رییس په توګه یې دندې ترسره کړې وې، خو په دې وروستیو کې پر ادبي چارو بوخت و او له لیکوالۍ او شاعرۍ سره یې سر و کار و.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close