افغانستان

د اوربند په لومړۍ ورځ په هرات کې چاودنې ۱۴ تنه ټپیان کړل.

د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې نن د هرات د ښار په ۱۲مه ناحیه کې د ټانک مولوي په سیمه کې سهار ۹ بجې په یوه چاودنه کې ۱۴ کسه ټپيان شوي، چې د سیمې روغتون ته لېږدول شوي.

د هرات د صحت عامې ویاند محمد رفیق شیرزي رسنیو ته ویلي، چې په ټپيانو کې د درې کسو حالت اندېښمن دی. امنیتي چارواکي وایی ددې برید په تور یې درې کسه نیولي.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي. په هرات کې دا چاودنه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې همدا نن د طالبانو او حکومت له لوري درې ورځنی اوربند پیل شوی.

 

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close