اقتصاد

ولسمشر غني: د کرونا له امله زیانمن شوی اقتصاد بېرته رغوو.

خوځښت (شنبه د زمري ۱۱مه ۱۳۹۹): ولسمشر غني تېره ورځ د لوی اختر په لومړۍ ورځ په ارګ کې ولس ته په تلویزیوني وینا کې وویل، چې د کرونا د ناروغۍ له امله په هېواد کې زیانمن شوی اقتصاد بېرته رغوي.
نوموړي وویل، چې حکومت معاصر اقتصادي پلانونه لري، چې زر به یې پلي کړي او پر مټ به یې هېواد له ښکېلو اقصادي ستونزو وژغوري.
ولسمشر غني داسې مهال د نویو اقتصادي پلانونو خبره کوي، چې د اقتصادي چارو شنونکي نوموړی په خپله لومړۍ پېنځه کلنه دوره کې په اقتصادي اُمورو کې ناکام ګڼي او وايي، چې د ولسمشر ډېر سیاسي اقدامات ددې لامل شوي، چې ملت په اقتصادي ستونزو کې ښکېل شي او یوازې د څو پانګه والو اقتصاد وده وکړي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close