نړۍ

په امریکا کې دوه الوتکې لوېدلي او ۶ کسه په کې وژل شوي

خوځښت(شنبه د زمري۱۱مه ۱۳۹۹): د امریکا د الاسکا د ایالت په انکوریج کې یوې “D هاولنډ D,H, C الوتکې له بلې الوتکې سره په هوا کې ټکر کړی، چې په پېښه کې د الاسکا د پارلمان د رییس په ګډون شپږ تنه وژل شوي.
د CNN د راپور پر بنسټ د امریکا د هوانوردۍ ادارې ویلي، چې دې الوتکو د جمعې په شپه په ځایي وخت څه کم ۶ بجې په خپلو کې ټکر کړی.
چارواکي وایي، چې د ټکر لامل تر اوسه ندی روښانه، خو دوی د څېړنې ډله سیمې ته لېږلې او څېړنې یې پیل کړي. پولیس بیا وایي، چې پېښه د الاسکا د هوایي ډګر په فضا کې دننه ترسره شوې.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close