افغانستان

امریکا: ۴۰۰ بندیان دې په درېیم ځای کې نظربند وساتل شي.

خوځښت (شنبه د زمري ۱۱مه ۱۳۹۹): نړېوالو رسنیو د امریکایي لوړ پوړو چارواکو له قوله ویلي، چې دوی افغان حکومت ته وړاندیز کړی، چې د دوحې په تړون کې د لاسلیک شویو ۵۰۰۰ بندیانو له ډلې پاتې ۴۰۰ بندیان دې په درېیم ځای کې تر څه وخته نظربند کړي او له طالبانو سره دې په ګډه څارنه کوي.
امریکایی چارواکو رسنیو ته ویلي، چې افغان سولې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي “زلمی خلیلزاد” له افغان حکومت سره د درېیم ځای د وړاندیز موضوع شریکه کړې.
امریکایي چارواکي داسې مهال د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو په درېیم ځای کې د ګډې نظربندۍ خبره کوي، چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني ولس ته د اختر په مناسبت په تلویزیوني وینا کې وویل، چې دی ددې بندیانو د ازادۍ په اړه مشورتي لویه جرګه را غواړي او ولس به پرېکړه کوي، چې دا ۴۰۰ بندیان ازاد شي او که نه.
طالبانو تر دا ګړۍ په دې اړه څه نه دي ویلي، خو کاپوهان وایي، چې طالبان تل پر خپل دریځ ولاړ پاتې شوي او دې وړاندیز ته به هم غاړه کېنږدي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close