افغانستان

ولسمشر اشرف غني نن سهار له یو لوړ پوړي هیئت سره سمنګان ولایت ته لاړ.

خوځښت(شنبه د زمري ۱۱مه ۱۳۹۹): ولسمشر اشرف غني نن سهار د سمنګان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه له یو لوړ پوړي هیئت سره ددې ولایت مرکز “ایبک” ته تللی و. ولسمشر غني له رسېدو سره سم لومړی د ملي امنیت له هغې ودانۍ لیدنه وکړه، چې د سرطان په ۲۳مه پرې طالبانو موټربم برید وکړ او ګڼه مرګ ژوبله یې واړوله. ور پسې د ولایت په ماڼۍ کې جوړې شوې غونډې ته لاړ.
ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل، چې دی د سرطان په ۲۳مه د شوي برید د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت لپاره راغلی او په شپږو میاشتو کې به دننه ددې ولایت د اوبو په اړه تصمیم نیسي او سمنګان ته به ۴ بندونه جوړوي.
نوموړي د سمنګان له خلکو وغوښتل، چې برېښنایي تذکرې واخلي او د هېواد په پرمختګ کې رغنده رول ترسره کړي.
ولسمشر غني د سمنګان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد په چارو کې په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې به ولس وروستی تصمیم نیسي او ډېر زر به په دې اړه مشورتي لویه جرګه را وبولي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close