نړۍ

ایران د طالبانو پلویان نیولي.

خوځښت (یکشنبه د زمري ۱۲مه ۱۳۹۹): د تهران د پولیسو مشر وایي هغه ډله یې نیولې، چې د تهران په “ملت پارک” کې یې د طالبانو په پلوۍ عکسونه خپاره کړي وو.
د تهران د پولیسو مشر علي ذوالقدري ویلي: “دې کسانو داسې عکسونه خپاره کړي وو، چې په هغو کې یې د ایران په یو پارک کې د طالبانو بیرغ نندارې ته وړاندې کړي وو”.
“اِنصاف نیوز” ویبپاڼې د محمد عارف احمدي په نوم د یو افغان کډوال نوم یاد کړی، چې ددې عکسونو په خپراوي کې یې لاس درلود.
د ایران پر رسنیو د طالبانو په پلوۍ د طالبانو له بیرغ سره د ایران په یو پارک کې د ځینو کسانو اخیستو عکسونو پر ایران تور پارولی، چې په خپله خاوره کې یې طالبانو ته ځای ورکړی او حکومت له طالبانو سره نېږدې اړیکې لري”. خو حکومت دا تورونه رد کړي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close