افغانستان

د اختر په مناسبت له ۵۰۰ طالب بندیانو تر اوسه ۳۱۷ ازاد شوي.

خوځښت(یکشنبه د زمري ۱۲مه ۱۳۹۹): افغان حکومت وايي چې په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون پر بنسټ ۳۱۷ نور طالب بندیان له زندان څخه خوشې شوي دي.
د ملي امنیت شورا نن په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا طالب بندیان په تېرو دوو ورځو کې د بګرام او د نورو ولایتونو له زندانونو څخه خوشې شوي دي.
د ملي امنیت شورا ویلي چې افغان حکومت تراوسه ۴۹۱۷ طالب بندیان له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري؛ ترڅو د خوشې شویو طالب زندانیانو شمیر ۵۱۰۰ ته ورسېږي.
ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ وویل، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د هغه په صلاحیت کې نه دي او په دې اړه به د افغانستان د خلکو استازي په مشورتي لویه جرګه کې تصمیم ونیسي.
دا بندیان ړدولسمشر د هغه اعلان پر بنسټ ازادېږي، چې د اختر په ورځ یې ولس ته په وینا کې وویل، چې د اختر په مناسبت ۵۰۰ داسې بندیان ازادوي، چې نومونه یې د طالبانو په ور سپارلي لېست کې نشته.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close