نړۍ

کویت ۳۱ هېوادونو ته الوتنې بندې کړې.

خوځښت(یکشنبه د زمري ۱۲مه ۱۳۹۹): د کوېت د هوانوردس ادارې د کرونا وایرس له کبله د پاکستان په ګډون هغو ۳۱ هېوادونو ته تجارتي پروازونه بند کړي چې دغه وبا په کې زیاته خپره شوې او حساس ګڼل کېږي.

په دغو هېوادونو کې هندوستان، پاکستان، مصر، فیلیپین، لبنان او سریلنکا هم شامل دي، چې ګڼ شمېر خلک یې په کوېت کې دي، خو د دغو هېوادونو تر څنګ چین، ایران، برازیل، میکسیکو، سنګاپور، هانګ کانګ، سپېن، ایټلي او عراق هم پکې شامل دي.

دا اعلان پرون د شنبې په ورځ د کوېت د هوانوردۍ د ادارې مشر وکړ او ویې ویل دا فیصله یې د روغتیا وزارت په سپارښتنه کړې او تر هغه وخته به عملي وي، چې په دې اړه یې بله فیصله نه وي اعلان کړې.

کوېت دا پرېکړه پرون په هماغه ورځ وکړه چې د کرونا وایرس له کبله یې له څو میاشتو وروسته په جزوي توګه یو ځل بیا نړیوال تجارتي پروازونه پیل کړل.

د کوېت د هوابازۍ اداره وایي د اوس لپاره به یې له نړیوالو هوایي ډګرونو ۳۰ فیصده پروازونه کېږي او په راتلونکو میاشتو کې به په تدریجي ډول پسې زیاتېږي.

په کوېت کې دا مهال۶۷۴۴۸ تنه په کرونا وایرس اخته دي او ۴۵۳ تنه یې مړه شوي دي خو۵۸۵۲۵ تنه یې له دې ناروغۍ بېرته هم جوړ شوي دي.

په کوېت کې هم د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په مقصد ټولبند یا لاک ډاون لګېدلی وو خو په تېره جون میاشت کې په پینځو برخو کې د دغو بندیزونو ختمېدل پیل شوی، مګر برسېرن لاک ډاون اوس هم پر ځای دی.

په تېره جون میاشت کې د عرب اماراتو درې نړیوالو هوایي کمپنیو امایرېټس، اتحاد او فلی دوبۍ وروسته له هغه پاکستان ته خپل پروازونه وځنډول چې شاوخوا ۳۰ له بهره ورغلي پاکستاني مسافر یې په کرونا وایرس اخته شول

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close