افغانستان

ملابرادر او پمپيو د ویډیو کانفرانس له لارې د هېواد پر حالاتو غږېدلي.

خوځښت(سه شنبه د زمري ۱۴مه ۱۳۹۹): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او ورسره د سیاسي دفتر مرستیال د ویډیو کانفرانس له لارې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر «مایک پمپیو» سره د روان حالت پر اړه خبرې کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټ لیکلي :
“نن ماښام د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هیئت یې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکې له خارجه وزیر مایک پمپیو سره کتنه وکړه او د بین الافغاني خبرو د پیل او روان وضعیت په هکله وغږیدل. دواړو د خبرو د پیل لپاره د اسلامي امارت د پاتې بندیانو خلاصون مهم وباله. همداشان د امریکې خارجه وزیر د لوی اختر په مناسبت د اسلامي امارت له خوا د اعلان شوي اوربند هر کلی وکړ “.
په اړیکه کې دواړو خواو د افغانستان د سولې لپاره د بندیانو خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره مهم ټکی ښودلی.
دواړو لوریو د بندیانو د خلاصون ټکی داسې مهال یو ځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره مهم ګڼلی، چې د تېر اختر په ورځ ولسمشر اشرف غني د پاتې ۴۰۰ بندیانو د سرنوشت د ټاکلو لپاره مشورتي لویه جرګه راغوښتې.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close