افغانستانجالب

په سپوږمۍ کې اوبه وموندل شوې

خوځښت (سه شنبه د لړم ۶مه، ۱۳۹۹): د امریکا د فضایي څېړنو د مرکز ناسا مدیر برایدشتاین پرون د اکتوبر په ۲۶مه یوې خبري ناستې ته وویل، چې
له کلونو مطالعې او څېړنو وروسته دوی په سپوږمۍ کې اوبه موندلي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې “د سپوږمۍ پر مخ د اوبو پر شتون ډاډمن شوي یو، زمونږ د صوفیا په نوم تلسکوپ وتوانېد، چې د سپوږمۍ پر مخ اوبه ومومي”.
نوموړی وایي، چې دا تر اوسه څرګنده نده، چې له دې اوبو به د یوې سرچینې په توګه ګټه واخیستلی شو او که نه، خو د سپوږمۍ پر مخ د اوبو د شتون موندل یوه ښه لاس ته راوړنه ده.
ناسا په سپوږمۍ او فضا کې د پرلپسې موندنو هڅې کوي او غواړي په دې ډګر کې له هر چا مخکې واوسي.
څلور ورځې وړاندې د امریکا د فضایي څېړنو ستر مرکز ناسا اعلان کړی و، چې له ځمکې او مریخ څخه ۳۳۴ میلیونه کیلو میتره لرې یې “اوزيریس رکس” فضايي بېړۍ د “بنو” په نوم پر یوه چورلېدونکې اسماني ډبره د څو شېبو لپاره کیناسته.
د ناسا پر وینا دغه فضایي بېړۍ له دغې اسماني ډبرې د خاورې او تیږو د بېلګې له راخیستلو وروسته بېرته ځمکې ته را روانه شوه او درې کاله وروسته به د امریکا په لویدیځ کې د یوتاه د ایالت په ستره دښته کې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۴مه راښکته شي.
د بنو په نوم دغه اسماني ډبره ۵۵۰ متره پلنه ده او تمه کېږي، چې د نورو سیارو په اړه په معلوماتو ترلاسه کولو کې به ترې ډېره ګټه واخیستل شي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close