افغانستان

لوګر کې اوه پوليس وژل شوي

خوځښت (سه شنبه د لړم ۲۰مه، ۱۳۹۹): د لوګر په مرکز پول علم کې يوې پوستې سقوط کړی او اوه سيمه ايز پوليس په کې وژل شوي دي.
په لوګر کې د سيمه ايزو پوليسو پخوانی قوماندان سيد فرهاد وايي چې تېره شپه طالبانو د پول علم په (کلنګار) سيمه کې پر يوه پوسته بريد وکړ، پوسته يې ونيوله او اوه پوليس يې ووژل.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم دا پېښه تاييد کړې، خو طالبانو ته يې هم د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
لونګ بيا د پینځو پوليسو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په کلنګار کې يې يوه مهمه پوسته نيولې، د ظالم قومندان (نصیر ټاټي) په ګډون يې نهه پوليس وژلي او وسلې مهمات يې ورڅخه تر لاسه کړي دي.
د مجاهد په خبره د کومکي ځواکونو یو ټانګ یې هم ویجاړ، کړی او شپږ تنه عسکر مړه او ژوبل شوي دي.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close