نړۍویډیوګانې

د عراق په اوبو کې د ایران ستره سوداګري کیښتۍ ډوبه شوې/ ویډیو

خوځښت (دوشنبه د لیندۍ ۱۷مه، ۱۳۹۹): د عراق د بندرونو د شرکت سرچینو رسنیو ته ویلي، چې پرون یکشنبه د ایران یوه کیښتۍ، چې وسپنه یې بار کړې وه؛ د عراق په اوبو کې ډوبه شوه.
د یادو سرچینو پر وینا ددې کیښتۍ ۶ تنه عمله د عراق جنوب ته بصرې ته نېږدې د عراق د بندرونو لپاره د عمومي شرکت د سمندري واحدونو د الوتکې پر مټ له اوبو رایستل شوې او له مرګ ژغورل شوې.
ویل کېږي، چې د کیښتۍ د ډوبېدو لامل تخنیکي ستونزې دي.
د فارس خلیج په اوبو کې هره ورځ د ایران سلګونه تجارتي کیښتۍ مزل کوي. عرب او لویدیځ هېوادونه ادعا کوي، چې ایران د همدې سوداګریزو کیښتیو له لارې په پټه عراق او یمن ته وسلې لېږدوي او هلته یې د حکومتونو ضد وسله والو شیعه ډلو ته ورکوي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close