جالب

هامان او د قرانکریم معجزه

لیکوال: ډاکتر مجتبی عزیزیار

په قرانکریم کې د «هامان» نوم راغلی دی لکه : فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ ، داپه داسي حال کې په انجیل او توراة کې د هامان هیڅ یادونه نده سوې ، مشهور فرانسوي ډاکټر موریس بوکای ته فکر پیداشو چې ولي د دي دوو اسماني کتابونو دهامان یادونه نده کړې نو یې څیړنه پیل کړه ، دی د مصر دلرغوني تاریخ یوه ماهرته ورغی او دهامان دنوم په اړه یې خپله اندیښنه ورسره شریکه کړه ، له هغه نه یې وغوښتل چې په هیروغلیفي ژبه کې د دي نوم تشریح ورته وکړې هغه د مصر دپخوانیو مشاهیرو دنومونو یو قاموس ورته راواخیست ، هلته چې د هامان دنوم کومه ژباړه لیکلي وه هغه ډیره زیاته هیښونکي او ډیره عجیبه وه ، هامان یعني دکاڼو ایستونکو کاریګرو مشر ….!!

ډاکټر موریس بوکای د مصر دلرغوني تاریخ پوه ته وویل : که زه درته ووایم چې ما 1400 کلنه مخطوطه موندلي ده ، په هغه کې لیکلي دې چې هامان دفرعون یو وزیر و او د معمارانو اوکاریګرو مشر یې و ته به یې په اړه څه ووایې ؟ دمصرتاریخ پوه چیغه کړه : دا ناشوني او ناممکنه خبر ده دا نوم یواځي دپخواني مصر په زړوموندل شویو کاڼو باندي په هیروغلیفي ژبه لیکل شوی دی ، چې یوه یې اوس هم په ویانا کې په (هوف) نومي لرغونتون کې شتون لرې ، اودا معلومات به دهیروغلیفي ژبي د رموزو په معلومولو سره ترلاسه کیږې او دا معلومات په کال 1822م کې ترلاسه شوې دې ، نو ستا مخطوطه چیرته ده ..؟؟

ډا کټر موریس بوکای هغه ته دقرانکریم ژباړه پرانستله لو ورته کړه یې : هغه مخطوطه د محمد معجزه ده ویې لوله ،

وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرِي فَأَوْقِدْ لِي يَا هَامَانُ عَلَى الطِّينِ فَاجْعَلْ لِي صَرْحاً لَعَلِّي أَطَّلِعُ إِلَى إِلَهِ مُوسَى وَإِنِّي لَأَظُنُّهُ مِنَ الْكَاذِبِين .

ژباړه : او فرعون وویل : ای مشرانو ! ستاسو له پاره له ماپرته بل خدای زه نه پیژنم ، نو خټي پخي کړه ای هامانه ! اوماته وداني جوړه کړه ، چې زه دموسي خدای ته وروخیژم او زه ګومان کوم چې هغه د دروغژنو له ډلي نه دی .

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close