جالب

يوې مور د بندي زوی لپاره تر زندانه ۱۰،۵ متره سورنګ اېستلی.

خوځښت (چهارشنبه د زمري ۲۲مه ۱۳۹۹): د عزم خبري آژانس د راپور له مخې په يوکراين کې يوې مور له زندان نه د بندي زوی د راخلاصولو په موخه دزندان دېوال ته څېرمه ۱۰،۵ متره اوږد سورنګ اېستلی، چې د زندان تر احاطې پورې يې رسولی و، خو په خپله موخه کې تر بريالي کېدو د مخه د پوليسو له لوري ونيول شوه.
دا واقعه د يوکراين په ناييکولايف ښار کې رامنځ ته شوې. د دې ۵۱ کلنې مېرمنې زوی د وژنې په تور په عمري بند محکوم شوی. دې ښځې د زندان په څنګ کې يو کور په کرايه نيولی و، د شپې به په برق ګرځېدونکي بې غږه موټرسايکل زندان ته نژدې ورتلله او د يو لړ ځانګړو وسيلو په ذريعه به يې کيندنه کوله. د کيندنې په ترڅ کې به يې چې څه ملبه را اېستله، هغه به يې تر کوره رسوله. هغې به يوازې د شپې له مخې کارکاوه.
د دريو اونيو پرله پسې هڅو نه وروسته د زندان تر حدودو رسېدلې وه، چې پولیسو ونيوله، دغې مېرمنې به ورځ ټوله په کور کې تېروله، چې شاوخوا نور خلک يې و نه ويني او د شپې به د سورنګ په اېستلو بوخته وه. هغې په يوازې ځان ۳۵ فُټه يا ۱۰،۵ متره سورنګ، چې ۱۰ فُټه ژوروالی يې درلود، اېستلی و. په دغه وخت کې يې ۳ ټنه خاوره او نوره ملبه هم را اېستلې وه.
د نيولو پر مهال د بېلچې او کودالې ترڅنګ د کيندنې نور سامان هم د هغې له کوره راوتلي. که څه هم د هغې جرم ډېر دروند دی، خو پر ټولنيزو رسنيو يې د دغې کړنې خورا ستاينه کېږي. هغه يوه عظيمه مور بلل کېږي، ځکه چې د اولاد مينې دې ته اړ کړې، چې دومره سخت ګام واخلي.

لوی ټکي

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close