افغانستانخبرونه

سراج الدین حقاني: موږ بې پیلوټه الوتکې او توغندي لرو، دا ځل جګړه به مو بې سارې وي

خوځښت (یکشنبه، د کب لسمه، ۱۳۹۹): د طالبانو مرستیال مشر او د پخواني جهادي قومندان جلال الدین حقاني زوی مولوي سراج الدین حقاني ویلي چې دوی اوس د بې پیلوټه ټکنالوژۍ او توغندیو ته لاس رسی موندلی او که جګړه بیا پېلېږي نو لومړۍ وختو جګړې سره به توپیر لری.
دا خبره سراج الدین حقاني په هغه ویډیو کې کړې چې دوه ورځې مخکې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر اکاونټ خپره شوې ده.
طالب ویاند د یادې ویډیو د نشر ترڅنګ لیکلي:‏”د مجاهدینو یوې سترې غونډې ته د اسلامي امارت د مرستیال محترم ملا سراج الدین حقاني صاحب حفظه الله مهمه اصلاحي وینا دلته هم اوریدلای شئ.“
تازه په ‏قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي، انس حقاني هم په یو ټویټ کې د یادې ويډیو ځینې مهم ټکي په خپله ټویټرپاڼه خپاره کړي لیکلي دي:”د بې پیلوټه الوتکو ټکنالوژي او توغندي لرو، که دا ځل مو جګړه پیل کړه، داسې جګړه به وګړو چې تر دې وړاندې چا نه وي لیدلي”.
‏نوموړي همداراز ویلي، موږ په خپل تاریخ کې کوم تړون نه دی مات کړی او په وینا یې چې همېش مقابل لوري دا هڅه کړې چې تړون نقض کړي.
انس حقاني خبرداری ورکړی، چې د قطر تړون لغوه کول به خطرناکې پایلې ولري.

دا هم ولولۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close